صهیونیسټي دښمن سرطاني دانه ده
(last modified Fri, 20 Dec 2024 01:27:41 GMT )
Dec 20, 2024 05:57 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي دښمن سرطاني دانه ده

د لبنان حزب ا... په یمن کې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو تیری وغانده. د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو پرون سهار د یمن د پلازمینې صنعا پر ځینو سیمو او د یمن په لوېدیځ کې پر الحدیده ولایت حملې وکړې.

یمني رسنیو پر یمن باندې د صهیونیسټي رژیم د همدې تیریو او هوايي بریدونو له امله، د لږ تر لږه ۱۲ یمنیانو د شهادت او ژوبلېدو خبر ورکړ شوی دی.

پر یمن باندې د اسرائیلي نیواکګر رژیم د پوځ له حملې وروسته، د لبنان حزب ا... په یوه بیانیه کې اسرائیل د سرطاني تومور په توګه یاد کړ او اعلان یې وکړ چې صهیونیسټان او امریکایان په مختلفو محورونو کې خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته په رسېدو کې د پاتې راتلو او د یمني ځواکونو د دقیقو حملو پر وړاندې په ماتې سره، چې د دوی د امنیتي سیسټم کمزورتیا یې رسوا کړې ده، پر یمن بریدونه کوي.

د حزب ا... د بیانیې په یوه بله برخه کې راغلي چې د صهیونیسټانو تیری د هغوی د وحشي توب څرګندونه ده، چې د اسلامي امت په تېره بیا د فلسطین، سوریې او لبنان په خلاف د اسرائیلي رژیم د نه ختمیدونکي جنګ په لړ کې ترسره کېږي.

د لبنان حزب ا... د مقاومت له ځواکونو او د نړۍ له آزادو خلکو وغوښتل چې د صهيونیسټي رژيم د تېري پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او ودرېږي.