سوریه به هېڅکله د افغانستان په څېر نشي
(last modified Fri, 20 Dec 2024 02:01:31 GMT )
Dec 20, 2024 06:31 Asia/Kabul
  • سوریه به هېڅکله د افغانستان په څېر نشي

د سوریې نوي مشر احمد شرع، چې پخوا په ابومحمد الجولاني مشهور وو له یوې رسنۍ سره په مرکه کې دا رد کړې چې ګواکې سوریه به د افغانستان په څېر شي.

نوموړي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دودونو له پلوه ډېر توپیر دی او په خبره یې افغانستان قبیلوي ټولنه لري او سوریه کې د خلکو ذهنیت بل ډول دی.

احمد شرع زیاته کړې چې ادلیب ښار کې له تېرو ۸ کلونو راهیسې (له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې د دوی په ولکه کې وو) پوهنتونونه پرانیستي دي.

هغه ویلي چې سوریه کې ۶۰ سلنې ښځې پوهنتونونو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر دې دمه، د ښځو پرمخ د تعلیم هر ډول دروازې تړلي او هڅه کوي لا نور هم ښځې تر محدودیتونو لاندې کړي.

تازه یې په افغانستان کې له طبي زده کړو هم نجونې منع کړې، چې سخت کورني او نړیوال غبرګونونه له ځانه سره لري.