د اذربایجان مسافر وړونکې الوتکې غورځېدو پېښه کې ۲۸ تنه ژغورل شوي
(last modified Wed, 25 Dec 2024 13:11:37 GMT )
Dec 25, 2024 17:41 Asia/Kabul
  • د اذربایجان مسافر وړونکې الوتکې غورځېدو پېښه کې ۲۸ تنه ژغورل شوي

د اذربایجان يوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۲ کسان پکې سپاره وو د قزاقستان په اکتایوي هوايي ډګر کې راغورځېدلې، چې د دوو ماشومانو په ګډون، ۲۸ تنه ژغورل شوي.

د قزاقستان د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې الوتکې ۳۷ تنه مسافر د اذربایجان، ۶ تنه د قزاقستان، ۳ تنه د قرغزستان او ۱۶ تنه د روسیې اتباع وو.

ويل شوي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او ښايي په لسګونه نور مسافر هم په دې پېښه کې مړه شوي وي.

د قزاقستان د هوايي ټرانسپورټ چارواکي وايي، د اذربایجان هوايي شرکت ۸۴۳۲ خط يوه مسافر وړونکې الوتکه چې د روسې ګروزني ته روانه وه، د قزاقستان د اکتایوي هوايي ډګر څخه يې د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې خو کله چې را کښته کېږي، غورځېدلې، اور يې اخېستی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دې بېړنۍ ناستې اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو قزاقستان ویلي، په دې برخه کې له اذربایجان سره همکاري کوي