جنوبي کوریا کښې الوتکه نسکوره شوي او ۱۷۹ کسان وژل شوي
Dec 29, 2024 12:13 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په جنوبي کوریا کښې په هوايي ډګر باندې د الوتکې د کوزیدا په وخت د اور د لګیدا له کبله تراوسه یو سل نهه اویا کسان وژل شوي او د عملي دوه کسان چې یوه پکښې ښځه او یو پکښې سړی دی ژوندي بچ شوي دي.
د پیښې په وخت په الوتکه کښې د عملې د شپږو غړیو په شمول یوسل یو اتیا کسان سپاره وو.
دغه پیښه د الوتکې د کوزیدا په ګیر(Gear) کښې کښې د خرابۍ له کبله رامینځته شوه او الوتکه له رن وې څخه په وتلو سره د رن وې ګیرچاپیر له یوه ازغن جال سره وجنګیدله.
د اور وژنې ادارې وویل اکثره کسان له الوتکې بهر د غورځیدا له کبله وژل شوي او دغه احتمال شته چې الوتکه له یوه مرغ سره د ټکر او د خراب موسم له کبله غورځیدلي وي.
د الوتکې د غورځیدا اصلي علت به د تحقیقاتو له بشپیړیدا وروسته اعلان شي.
ټیګونه