د هیت التحریر الشام ډلې د مشر ژمنې دروغ ثابتې شوې
(last modified Sun, 29 Dec 2024 08:06:25 GMT )
Dec 29, 2024 12:36 Asia/Kabul
  • د هیت التحریر الشام ډلې د مشر ژمنې دروغ ثابتې شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې په وزارتونو کښې د «علوي» قبیلې د چارواکو د څنګ ته کولو د څپې په پیلیدا سره د هیواد د ټولنې د هیڅ پرګنې له کاره د نه لیرې کولو په هکله د «هیت تحریر الشام» ترهګرو تشکیلاتو مشر ابو محمد الجولاني ژمنې دروغ ثابتې شوې.

ابو محمد الجولاني چې مخکې یې ادعا کړي وه په سوریې کښې د هیڅ ډلې او د پرګنې د څنګ ته کولو هڅه نه کوي خو د سوریې د څلوردیرشو چارواکو د نومونو نوی لیسټ خپور شوی دی چې د مذهبې ګروهنو په دلیل له کارونو لیرې کړی شوي دي.

د سوریې سرچینو وویل الجولاني او د هغه تر حکم لاندې عناصر د علوي فرقې له هرډول  چارواکي څخه د حکومتي ادارو د خالي کولو د سیاست پلي کول دي.

د دغه راپور پراساس د هیت التحریر الشام ترهګرو تشکیلاتو د مشر ابو محمد الجولاني سیاست غیر ښکاره او په پټ ډول ترسره کیږي.