په ایران اسلامي جمهوریت کښې د شبِ افغانستان مراسم ترسره کیږي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د شبِ افغانستان پروګرام او د دوه زره پینځویشتم نوي میلادي کال د لمانځلو دستورې په تهران کښې د ایکو په کلتوري موسسې کښې ترسره کیږي.
د ایکو کلتوري موسسې وویل د شبِ افغانستان مراسم او د دوه زره پینځویشتم نوي میلادي کال جشن نن ورځ یعني د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د دسمبر د میاشتې په دیرشمه(۳۰) نیټه په تهران کښې د ایکو کلتوري موسسې د ډيپلوماټیکو غونډو په هال کښې ترسره کیږي.
دغه کلتوري پیښه به د افغانستان له هنر او کلتور سره د دلچپسۍ لرونکو کسانو په ګډون ترسره شي چې پکښې به په ژوندۍ بڼه د موسیقۍ د خپرولو ، د شعرونو د ویلو او د لاسي صنایعو او د خوشنویسۍ د نندرتون د پرانیستلو پروګرامونو شامل وي.
د لاسي صنایعو او د خوشنویسۍ له نندرتون سره چې د دغو دستورو په څنډه کښې ترسره کیږي دلچپسۍ لرونکي کسان کولای شي له سبا ورځ څخه تر دیارلسو ورځو پورې په تهران کښې د ایکو کلتوري موسسې ته ورشي.