عراقچي او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې ټیلیفوني خبرې وکړې
-
سید عباس عراقچي او کایا کالاس
پارس تودی-د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې کایا کالاس په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې او نړۍ د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې په کسپین سمندرګي کې پر یوې ایراني سوداګریزې بېړۍ د اوکراین پوځي برید په کلکو ټکو وغندله او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې دې پېښې ته قاطع غبرګون وښيي او د دې جنایي اقدام عاملان او ملاتړي حسابورکوونکي کړي.
دواړو لورو همداراز د فارس خلیج او هرمز تنګي د وروستیو بدلونونو په اړه، چې د ایران پر ضد د امریکا د یرغلونو په ځواب کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو له اقداماتو وروسته رامنځته شوي، د تاوتریخوالي د مدیریت لپاره د ډیپلوماتیکو نوښتونو پر اړتیا ټینګار وکړ.