نانځکې؛ د  ؛دوستۍ د سپينو خوبونو پیغام راوړونکې "مبارک جشنواره ؛
(last modified Tue, 31 Dec 2024 09:53:37 GMT )
Dec 31, 2024 14:23 Asia/Kabul
  • نانځکې؛ د  ؛دوستۍ د سپينو خوبونو پیغام راوړونکې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د نانځکو، یعني  د دوستۍد خوبونو په باب له یوه ځانګړي  مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، لکه څنګه چې خبر ئۍ،د مبارک په نامې سره  د تهران  د نانځکې  د نمایش شلم نړیواله جشنواره د لیندۍ د میاشتې له ۲۶ نیټې څخه د مرغومې  تر دریمې پورې په تهران کې ترسره شوه،نو  په دې  مطلب کې  به ددغې پيښې  د ځينو برخو په باب له تاسو سره وغږیږو، نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.

دوستانو نانځکې لامحدوده دنیا لری . که څه هم زرګونه کاله وروسته کله چې د خټو او لرګیو نانځکې د پخوانیو خلکو له هنر سره د دعا کولو او د خپلو افکارو د څرګندولو  وسیله وه، نانځکه اوس هم د هنرمندو او دردمندو خلکو داستان دی. نانځکه او د نانځکې  ننداره د انسانانو او شیانو تر مینځ په اړیکه کې یو لرغونی او ټولیز ډګر دی، او د ټولنې او انساني  باؤرونو  او هیلو سره تړاو لري.نانځکې معمولا د ټولنیزو او کلتوري شرایطو تر اغیز لاندې جوړیږي  او  دا د انسان د اصیلو لیدتوکو د بیا تولید په معنا ده . نن سبا هم  په درستې دنیا کې  دنانځکو  په نمایشونو کې  نانځکې کله هم په آسانۍ سره  له رمز او رموزو ډکه دنیا او تاندوالی او حیرانتیا ، د هماغه تفکر او فکر، په هماغه مرحلې کې  کتونکي ته منتقلولی شي.

   د نندارو په ظاهره بې روحه  نانځکې د  لوبونکو په لاسونو کې ( په ظاهره) داسې روح غوره کوي ، چې  له ماشوم او لویانو سره   ژور ارتباط ټینګوي  او  په ټولنیزو خبرو او کرکتنې کې  پراخ او  د تازوالي امکان برابوري .

 د نانځکو نمایش یا نندارې په نړۍ او ایران کې اوږد تاریخ لري. د ایران د  نانځکو  ننداره اوږده او ځلانده تاریخ لري او د نورو هیوادونو د  نانځکو ننداره ئې تر اغیز لاندې راوستې او له هغو  ئې هم ځيني اغیزې  خپلې کړي دي  او له ښکته پورته کیدو سره  یو ځاي  دي. د تهران د نانځکو  مبارک نومې  نړیوال فیسټیوال یوه داسې پیښه ده چې د هنرمندانو او خلکو ترمینځ د دوي له هنر سره د ارتباط او تعامل ښکارندوي کوي. نانځکې د هر ډول اصلي، ټولنیز او کلتوري  زیږنځاي او له  هرې ژبې او بیان سره کلتوري او اجتماعي زمینه ،  د نړۍ د خلکو او په  تیره بیا د ماشومانو د مسئلو په اړه د بحث لپاره یو پلیټ فارم دی.

ایران د هغو لومړنیو هیوادونو برخه ده چې  دنانځکو لوبونې پکې دود دي . په تیرو وختونو کې  دنانځکو د نمایشونو  اصلي موخه ،  دیني او مذهبی مقصدونه درلودل، داسې چې  تاریخ لیکونکو دا په عامه خلکو کې  ددیني باؤرونو   د پراختیا لپاره  لارې چارې ګڼل کیدې.په تیرو وختونو کې د نانځکو دنمایش هال  د نن سبا په څير نه ؤ، بلک ېد غه هنر  په لویو خیمو کې چې  په دوو روښانه مشالونو  سره  ترسره کیدلی شول. په هغو شپو ورځو کې  د نانځکې  دنمایش  داجرا ځاي  یو صندوق ؤ  چې   د یوې خوا به ئې  نندارچیان  وو او  په بلې برخې کې به ئې یو بند چاپیریال  لکه  چې د کوټې  نندارې ته وړاندې کید. په دغو شرائطو کې  نانځکه لوبونکي  به د صندوق تر شا  پټيدل او  د تارونو په وسیله  به ئې چې  نانځکو سره به نښلول شوي وو، ورته به ئې حرکت ورکاوۀ.

 =     په ایران کې دغه ډول ننداره، په خیمه شب بازي  ؛ مشهوره ده  او اوږده مخینه لري  او د هغو  یو ترټولو اصلی شخصیّت ؛مبارک ؛ دی .  مبارک  په یوه تورتم ظاهر سره په صحنې  کې ظاهریږي. مبارک په جوت، ملنډو  او ظریف شیطنت سره  د خیمه شب بازي  نندارې د خندؤنکو  پیښو اصلي چورلیز  دی. مبارک  له نورو نانځکو سره په چلند او ډغرې کې  سیاسی او اجتماعي مسئلې  په تیزو اوګرَمو  جملو  او خندؤنکو  خبرو سره  بیانوي  او  دهغه مینه ناک او خندونکی شخصیّت  د خیمه شب بازي  د روڼتیا  لامل کیږي.

Image Caption

 

  د مبارک جشنوارې یو پروګرام ، د نانځکې د لوبونکي  د بیانونکي ترټولو اصلي وسیله  لاس دی؛د لاس وړتیاوې ، د ؛آملا ووچنو ویچ؛ په تدریس سره وې.

 آملا ووچنوویچ  د سن پټرزبرګ پوهنتون د نانځکو د تیټر د پوهنځي  لیکچرر دی چې د روسیې په سینما،ریډیو او ټیلیویژن کې د فعالیت مخینه لري او تراوسه پورې  ئې  په لسګونو لوبو کې رول لوبولی دی  او څه د پاسه  ۴۰ نندارې ئې هم د صحنې  په پرَدې وړاندې کړي دي  او د بلګراد ، روسیې او صربستان  په جشنوارو کې  د ویاړ د نشان  په ترلاسه کولو کې بریالی شوی دی .

   د تهران د نانځکو د نمایش په شلمې جشنوارې (پپیټ شو یا کټ پُتلی شو) کې  د جولیا ډونلډسن لخوا لیکل شوي او د روسیې د ناتالیا سټیفنیک لخوا  هدایت شوي "وال او سنیل" ننداره وړاندې شوه د اروساک دیوال لوبغاړی اونانځکه لوبونکی  ډینس ګریکوف چې د هنرمند په دغه نندارتون کې ئې د ډایریکټر په توګه ئې ګډون کړی و، وویل: د ایرانی نانځکې له تیاتر یا تیټر سره زموږ پیژندګلوی د روسیې په ویبورګ ښار کې د بالټیک په فیستیوال کې د یوې ډلې له فعالیت سره پیل شوه. د مبارک میلې د منشي  په بلنه چې په دغې پيښې کې ئې ګډون کړی و، د لومړي ځل لپاره ایران ته راغلوو. زمونږ ننداره د زلمیانو او ماشومانو  لپاره ځانګړې وه او ښه هرکلی  ئې  وشو  او د ماشومانو په شتون سره د فعالیت جریان او انرژي بشپړه شوه.

هغه په پاي کې ووئيل؛ځاي جشنواره د مختلفو کلتورونو د مبادلې لپاره او د نورو هیوادونو له نمایشي ډلو سره د بلدتیا لپاره ده چې د کلتوري  تفکراتو او مشترکو ملګرتیاؤ او دوستۍ لپاره  ئې یو فرصت  رامینځةکوي. 

 بلاخره د مبارک  په نامې سره د تهران د نانځکو د نمایش شلمه جشنواره  د مرغومې د میاشتې په دریمه نیټه  د غوره کسانو په معرفۍ سره  پاي ته ورسیده.

په دغو دستورو کې د نانځکو د نمایش هنرمندان وستایل شول او د نانځکو د نمایش په حوزې کې د دوو تخصصي کتابونو مخ کتنه هم وشوه.

د  آرزو عالی په ژباړې سره د الیسن لیکل شوی ؛طرح ها و خط خطي های جیم هنسن؛ نومې کتاب او دغه راز د د غزل سکندرنژاد  په هڅې سره د ؛دانش نامه جهاني نمایش عروسکي؛ نومې کتاب هغه ارزښتمند آثار  وو چې  له دغې جشنوارې سره په یووخت د کتاب بازار ته وارد شول او مینه والو  لاس ته ورسیدل.

 جیم هنسن یو نړیوال پيژندل شوی انیمیټر، ایکټر ، نانځکه لوبونکی ،او فیلم جوړونکی دی چې دهغه په پنځول شوو ډيرو نانځکو کې  د؛ شخصیّت کرمیت قورباغه ؛ په ایران او نړۍ کې پیژندل شوي دي . د دانش نامه جهاني نمایش عروسکي ؛ نومې کتاب هم د نانځکو دنمایش په حوزې کې  موجود یو ترټولو جامع کتاب دی چې  په نړیوال نظر سره ئې  دنانځکو نمایش حوزې ته  کتنه کړې ده .

  (سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************