ایران،د پاکستان اوافغانستان ترمنځ سمدستي خبرې او د نښتو بندېداغواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171178-ایران_د_پاکستان_اوافغانستان_ترمنځ_سمدستي_خبرې_او_د_نښتو_بندېداغواړي
  د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د نښتو په اړه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو پارس ټوډې - ترمنځ ئې د سمدستي خبرو اترو او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2026-02-28T02:48:03+00:00 )
Feb 28, 2026 05:15 Asia/Kabul
  • ایران،د پاکستان اوافغانستان ترمنځ سمدستي خبرې او د نښتو بندېداغواړي

  د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د نښتو په اړه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو پارس ټوډې - ترمنځ ئې د سمدستي خبرو اترو او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

پارس‌ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په غبرګون کې دواړه لوري زغم او خبرو اترو ته راوبلل او اعلان یې وکړ چې تهران چمتو دی د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، چې له ایرنا څخه یې نقل کړی، سید عباس عراقچي د جمعې په ورځ په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه پیغام کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په اړه غبرګون وښود او دواړه لوري یې د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لارې ته راوبلل. هغه د روژې مبارکې میاشتې ته په اشارې سره، چې د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا لپاره یو فرصت بلل کېږي، ټینګار وکړ: «په روژه مبارکه میاشت کې، چې د زغم او د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا میاشت ده، مناسبه ده چې افغانستان او پاکستان خپل موجود اختلاف د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو له لارې مدیریت او حل کړي.

  د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د نښتو په اړه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ ئې د سمدستي خبرو اترو او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

ایرنا خبری آژانس راپور  ورکړی،پرون  ناوخته په یوې اعلامیې کې  وئيلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د دوو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو، یعنې پاکستان او افغانستان، ترمنځ د نښتو له زیاتېدو او د هغې له امنیتي او بشري پایلو څخه ژوره اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې دواړه لوري ژر تر ژره خبرې اترې او تعامل پیل کړي، څو نښتې ودرېږي او تاوتریخوالی راکم شي.

په اعلامیې کې راغلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې نه یوازې دواړو ګاونډیو هېوادونو ته انساني تلفات او مالي زیانونه اړولي، بلکې په سیمې کې ئې ناامني زیاته کړې او پراخې بشري او امنیتي پایلې به ولري.

همدارنګه ټینګار شوی چې ایران له دواړو لورو غواړي د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او له هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب ګرځي. ایران خپل  چمتووالی هم اعلان کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د برابرولو لپاره هر ډول مرسته وکړي، څو پوځي نښتې په بشپړ ډول ودرېږي او تفاهم ته ورسېږي.

Image Caption

 

خو د افغانستان طالبانو د پاکستان دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغو عملیاتو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي

د ځینو سرچینو د ادعا له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونه لا هم د سپکو او درنو وسلو په وسیله ډزې کوي، او د افغانستان د طالبانو پوستې هم په ټاکلې توګه د بې‌پیلوټه الوتکو له لارې په نښه کېږي.

هممهاله، د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې یې د تحریک طالبان پاکستان له لوري ترسره شوي څو بې‌پیلوټه بریدونه شنډ کړي دي.