دښمن د زوال په حال کې دی؛ مقاومت به بریالی شي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155874
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عمومي قوماندان دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټي دښمن رواني عملیات د دوی  د کار پایته رسېدلو ښودنه کوي، ټینګار وکړ چې مقاومت به بریالی شي.
(last modified 2025-01-03T01:27:59+00:00 )
Jan 03, 2025 05:52 Asia/Kabul
  • دښمن د زوال په حال کې دی؛ مقاومت به بریالی شي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عمومي قوماندان دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټي دښمن رواني عملیات د دوی  د کار پایته رسېدلو ښودنه کوي، ټینګار وکړ چې مقاومت به بریالی شي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي پرون په تهران کې د امام خمیني (ره) په حسینیه کې د شهید قاسم سلیماني د شهادت د پنځمې کلیزې په مناسبت د مقاومت د محور ځوانانو ته وویل: زه په عراق، یمن، لبنان او بل هر ځای کې د مقاومت د محور ټولو ځوانانو ته اعلان کوم چې دښمن د زوال  او له منځه تلو په حال کې دی او د دښمن لخوا تر سره شوي رواني جنګي عملیات، د دوی د کار د پای او تباهۍ ښکارندويي کوي.

سردار سلامي زیاته کړه، مقاومت به بریالی شي لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ، موږ به په مقاومت او درېدو سره، کامیابۍ او بریا به ترلاسه کړو.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عمومي قوماندان همداراز ټینګار وکړ : صهیونیسټي رژیم د یمن د انصار ا... له توغندیز ځواک سره په مقابله کې ناکام شو او دغه رژیم له دغو ځواکونو سره چې د مقاومت د محور یوه برخه ده په مقابله کې بې وسه شو او د ان شاءالله چې مقاومت به بریالی شي.