د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایټالیا سفیر احضار کړ
په تهران کې د ایټالیا سفیر، په ایټالیا کې د ایراني اتباعو د ناقانونه توقیف د دوام په اعتراض کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
د ايټاليا لخوا د ايراني تبعه محمد عابديني پرله پسې توقيف ته په پام سره، په تهران کې د ايټاليا سفير پائولا آمادي د جمعې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د لوېديځې اروپا د عمومي مشر مجيد نيلي احمدآبادي له خوا احضار شو.
د دې احضار په لړ کې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د لوېديځې اروپا عمومي مشر وویل: د عابدیني نیول یو غیر قانوني اقدام دی چې د امریکا د حکومت په غوښتنه او د دغه هېواد د ثابتو سیاسي او دښمنانه اهدافو په چوکاټ کې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایراني اتباعو د یرغمل نیونې په خاطر ترسره شوی دی. دا اقدام نه یوازې دا چې د ایران او ایټالیا پر اړیکو به ناوړه اغېز وکړي، بلکې دا کار د بشري حقونو د اصولو په ګډون د نړیوالو قوانینو له اصولو او معیارونو سره په ټکر کې دی او کولای شي د خپل سري نیولو یوه بڼه وګڼل شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لوېدیځې اروپا عمومي مشر له ایټالیا څخه وغوښتل چې د امریکا د یرغمل نیونې سیاست په نفي کولو سره چې د نړیوالو قوانینو په تېره بیا د بشري حقوقو خلاف دی، ژر تر ژره د عابدیني د خلاصون لپاره لازمه زمینه برابره کړي او د امریکا له لورې د تهران - روم ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د خرابېدو مخنیوی وکړي.
د ايټاليا سفير ويلي چې دى به دغه اعتراض په روم کې د خپل هېواد بهرنيو چارو وزارت ته ورسوي.
د ایران تبعه "محمد عابدیني" د دروغو تور سره د ایټالیا په میلان بندخونه کې بندي دی.