په مصر کې د السیسي رژيم نسکوریدا اړینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156008-په_مصر_کې_د_السیسي_رژيم_نسکوریدا_اړینه_ده
ایکنا – د لیبیا مفیتی  عربو ملتونو ته په خطاب کې  روښانه کړې ده چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي  دحکومت نسکورول  یوه ضروري چاره ده.
(last modified 2025-01-06T04:40:15+00:00 )
Jan 06, 2025 09:06 Asia/Kabul
  •  په مصر کې د السیسي رژيم نسکوریدا اړینه ده

ایکنا – د لیبیا مفیتی  عربو ملتونو ته په خطاب کې  روښانه کړې ده چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي  دحکومت نسکورول  یوه ضروري چاره ده.

ایکنا نیوز د عربی ۲۱ چینل  له قوله راپور راکړی، د لیبیا لوي مفتي  شیخ الصادق الغریاني د عبدالفتاح السیسي  په مشرۍ د مصر درژیم د نسکورولو لپاره  خپله غوښته بیا مطرح کړې او  هغه  ئې د خداي دښمن بللی دی.

د لیبیا  مفیتي په هغه ویډیوئي کلیپ کې چې  په ۲۰۲۲کال کې د لومړي ځل لپاره  خپور شوی ؤ، له عربو ملتونو غوښتي وو، څو د مصر درژيم په ضد په ماظهرو کې دې ګډون وکړي او ددغه رژیم د حاکمیّت له شره  د ژغورنې په ضرورت ئې ټينګار وکړ، هغه رژيم چې  دي یو ستمګر او ظالم رژیم بللی دی.

شیخ الغریاني د السیسي له سیاستونو سره د خپل بشپړ مخالفت  په اعلانولو سره دغه سیاستونه، په سیمې کې د امنیت او عدالت لپاره یو ګواښ وباله او ټينګار ئې وکړ چې د السیسي حکومت د مصر د ملت له غوښتې او ارادې څخه راپورته شوی نه دی دی او په دغه هیواد کې د بشری حقوقو د خلاف ورزیو په دوام کې دی.

د لیبیا مفیي د کلیپ په یوې برخې کې چې  هغه خپور کړی دی، وائي؛ السیسي  دخداي دښمن دی .... زه له درستو عربو ملتونو غواړم   چې د هغه د بې انصافه اوظالم حکومت  په ضد دې په مظاهرو کې ګډون وکړي.

الغریاني د ظلم او فساد په نفي کولو کې  پخپلو پریکنده دریځونو باندې مشهور دی او  د هغو عالمانو برخه ده چې له ظلم سره مقابله  خپله یوه اخلاقي او شرعي دنده ګڼي.

هغه پخپلو اعلامیو او  مقالو کې  تل  د ظالم او خپل سرو رژیمونو په وړاندې د مقاومت اوکلکې دریدا په ضرورت ټينګار کړی دی او  د ښاریزو ترمینځ ئې د عدالت اوبرابرۍ د پوره کیدا غوښته کړې ده.

شیخ صادق  الغریاني  پر عربانو داغیزشیندونکو سیاسي مسئلو کې  فعال دی او په ۲۰۱۳ کال کې د السیسي په رهبرۍ  دپوځي کودتا یو نیوکه کونکی ؤ.