د امریکا ځانګړی استازی عربستان ته له سفر وروسته لبنان ته رسیدلی
(last modified Tue, 07 Jan 2025 00:24:02 GMT )
Jan 07, 2025 04:54 Asia/Kabul
  • د امریکا ځانګړی استازی عربستان ته له سفر وروسته لبنان ته رسیدلی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي «عاموس هوخشتاین» پرون عربستان ته له ورتلو وروسته د لبنان لپاره په حساس سیاسي او امنیتي وخت کښې بیروت ته ورغی.

د امریکا د ځانګړي استازي عاموس هوخشتاین دغه سفر د لبنان لپاره په یوه حساس وخت کښې ترسره کیږي ځکه چې د حزب الله غورځنګ او د اسرائیلو ترمینځ د اوربند د موافقې پراساس د لبنان له جنوب څخه د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د عسکرو په کامل ډول د وتلو الټي میټم نږدی دی او په لبنان کښې د جنورۍ د میاشتې په نهمه نیټه د ولسمشرۍ انتخابات کیدونکي دي.

د لبنان د حزب الله او د اسرائیلو د ظالم رژیم ترمینځ اوربند د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې په اوویشتمه نیټه اجرا شوی و.

دغه اوربند زیات ماتیدونکی دی او د اسرائیلو هوايي ځواک په تیرې پنجشنبې ورځ د لبنان په جنوب کښې د حزب الله غورځنګ په مرکزونو باندې حملې وکړې او حزب الله هم د تیر میلادي کال د دسمبر په دوهمه نیټه د اسرائیلو د پوځ په اډې د هوانونو ډزې وکړې.

د لبنان ځايي« ایم ټي وي» ټيلي ويژن ویلي دي د امریکا ځانګړی استازي عاموس هوخشتاین به بیروت ته د خپل سفر په بهیر کښې د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلو د شاتګ په شمول د اوربند د مادو د اجرا لپاره د شپيتو نورو ورځو لپاره د اوربند د تمدیدولو وړاندیز وکړي.