هیڅ خارجي هیواد په لبنان د خپلې خوښې وړ ولسمشر نشي تپلی
(last modified Tue, 07 Jan 2025 00:53:17 GMT )
Jan 07, 2025 05:23 Asia/Kabul
  • هیڅ خارجي هیواد په لبنان د خپلې خوښې وړ ولسمشر نشي تپلی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله استازي «حسن فضل الله» په یو لړ څرګندونو کښې د لبنان د ملت لخوا د هیواد د ولسمشر د انتخابولو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل هیڅ خارجي لوری نشي کولای په دې هکله خپل کس په لبنان وروتپي.

د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون استازي حسن فضل الله وویل: د ولسمشر انتخابول د لبنان د خلکو پرغاړه دي او هیڅ خارجي هیواد نشي کولای په هیواد د خپلې خوښې ولسمشر وروتپي.

حسن فضل الله زیاته کړه داخلي تفاهمونه د لبنان د ولسمشر د انتخابولو لپاره ضروري دروازه ده او مونږ د درک او د تفاهم دفاع کونکي او د راټلو او  د انزوا ردونکي یوو.

په تیرې یکشنبې ورځ هم د لبنان په پارلمان کښې د حزب الله استازي «حسین الحاج حسن »د ولسمشرۍ په دوسیې کښې د حزب الله د دریځ په هکله ټینګار کړی و: دا خبره چې مونږ وایو د پوځ قومندان جنرال «جوزف عون» ویټو نه کیږي په دې معنا نه دی چې حزب الله غورځنګ د هغه ملاتړ کوي یا د هغه مخالف دی.

د لبنان په پارلمان کښې د حزب الله استازي په دوام کښې وویل: زمونږ کاندید د «المرده» بهیر مشر «سلیمان فرنجیه» دی او ولسمشر باید ټول ضروري خصوصیات ولري او د هیواد د واکمنۍ ساتنه وکړي.