د لبنان پارلمان جوزف عون د ولسمشر په توګه انتخاب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156162-د_لبنان_پارلمان_جوزف_عون_د_ولسمشر_په_توګه_انتخاب_کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پوځ مشر «جوزف عون» په پارلمان کښې د رایو د اچولو په دوهم پړاو کښې د نهه نوي موافقو رایو په ګټلو سره د ولسمشر په توګه انتخاب شو.
(last modified 2025-01-09T23:43:24+00:00 )
Jan 10, 2025 03:39 Asia/Kabul
  • د لبنان پارلمان جوزف عون د ولسمشر په توګه  انتخاب کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پوځ مشر «جوزف عون» په پارلمان کښې د رایو د اچولو په دوهم پړاو کښې د نهه نوي موافقو رایو په ګټلو سره د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

د لبنان د پارلمان د رایو اچولو په لومړي پړاو کښې چې پرون غرمه وشو د ولسمشرۍ هیڅ کاندید له یوسل اتویشتو رایو څخه د شپږاتیا رایو په ترلاسه کولو بریالی نشو.

د لومړي پړاو د رایو له شمیرل کیدا وروسته معلومه شوه چې د لبنان په پارلمان کښې له یوسل اتویشتو  حاضرو استازیو څخه یوازې یواویا  استازیو د لبنان د پوځ مشر جوزف عون ته مثبتې رایې ورکړي دي.

د لبنان د پارلمان د رایو اچولو په دوهم پړاو کښې چې له غرمې وروسته وشو جنرال جوزف عون د نهه نوي رایو په ګټلو سره د لبنان د نوي ولسمشر په توګه انتخاب شو.