د اسرائیلو رژيم همیشه له خپلو ژمنو د تښتیدا عادت لري
(last modified Fri, 17 Jan 2025 00:14:11 GMT )
Jan 17, 2025 04:44 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژيم همیشه له خپلو ژمنو د تښتیدا عادت لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان ولسمشر «جوزف عون» د خپل هیواد په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم تیریو ته په اشارې سره هغه د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ ښکاره نښه وبلله او ویې ویل: اسرائیلي دښمن له خپلو ژمنو څخه د تښتیدا عادت لري.

هغه د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند د موافقې په هرکلي کولو سره ټینګار وکړ د دغه موافقې اجرا کول د څارونکو هیوادونو تعقیب ته ضرورت لري ځکه چې اسرائیل د ژمنو د خلاف ورزۍ کولو عادت لري.

جوزف عون زیاته کړه د لبنان په جنوب باندې حملې او د اوربند خلاف ورزۍ له خپلو ژمنو د اسرائیلي دښمن د تښتیدا ښکاره مصداق دی.

د لبنان ولسمشر جوزف عون دغه راز په نړیوالو پریکړه لیکونو باندې استناد سره د خپلواکه هیواد د جوړولو لپاره د فلسطینیانو په حق باندې ټینګار سره وویل: مونږ د نړیوالو پریکړه لیکونو پراساس د خپلواکه هیواد د لرلو لپاره د فلسطینیانو په حق ټینګار کوو.