د اسرائیلو رژیم د جنګ د ختمولو په لاره کښې خنډونه جوړوي
(last modified Mon, 13 Jan 2025 01:06:01 GMT )
Jan 13, 2025 05:36 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د جنګ د ختمولو په لاره کښې خنډونه جوړوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو هاارتص(Haaretz) ورځپاڼې د یوې نامعلومې سرچینې په قول وویل د قطر په پلازمینې دوحې کښې په خبرو کښې یوه مهمه شخړه د معاملې له دوهم پړاو وروسته د فلسطین په غزې تړانګه کښې د پوځي عملیاتو د بندولو لپاره له ژمنې د اسرائیلو ډډه کول دي.

دغه نامعلومې سرچینې وویل داسې هڅه به وشي چې د امریکا لخوا به یوه ژمنه وشي چې په اسرائیلو باندې دباو واچوي چې د غزې جنګ پاې ته ورسوي که څه هم اسرائیل په تلویحي ډول د جنګ ختمولو ته راضي نه وي.

هاارتص ورځپاڼې زیاته کړه احتمال شته چې اسرائیل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د پوځ د بیا  منظمولو لپاره مینځګړو هیوادونو ته یو پلان وړاندې کړي.

په دغه وړاندیز کښې فیلاډلفیا کوریډور چې څوارلس کلومیټره کیږي شامل دی کوم چې د غزې او د مصر ترمینځ تر سرحد پورې غزیدلی دی.

بل خبر دا چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټیلي فوني خبرې کړي دي چې په غزې کښې د اسرائیلي بندیانو د خوشي کیدا موافقې ته د رسیدا لپاره په خبرو کښې د پرمختګ په هکله معلومات ورکړي.

بل خبر دا چې د نړۍ د څو هیوادونو څه د پاسه یوسل پنځوس مهاجرین اسرائیلو ته ورځي چې هلته په پوځ کښې شامل شي.

الجزیرې ټیلي ويژن د اسرائیلو د« معاریو» ورځپاڼې په قول وویل له امریکا، روسیې ، کاناډا ، فرانسې ، بریتانیا ، کوسټاریکا، ډانمارک ، میکسیکو، هالینډ او اسپانیا او نورو هیوادونو څخه به یوسل پنځوس مهاجرین اسرائیلو ته ورشي چې هلته د اسرائیلو په پوځ کښې شامل شي او د فلسطین د بې ګناه خلکو پرضد په جنګ او جنایتونو کښې ګډون وکړي.

له دې مخکې د اسرائیلو یوه سیاسي شناندي «اوري ګولډ برګ» الجزیرې ټیلي ويژن ته په مرکه کښې ویلي وو چې د اسرائیلو پوځیان په بې مخینې ډول وژل کیږي.