سعودي عربستان د یورانیمو د پخولو او خرڅولو اراده لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156318-سعودي_عربستان_د_یورانیمو_د_پخولو_او_خرڅولو_اراده_لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «میډل ایسټ مانیټور» سایټ د سعودي عربستان د انرژۍ د وزیر «شاهزاده عبدالعزیز بن سلمان» په قول وویل ریاض د یورانیمو د پخولو او د هغه د خرڅولو نیت لري
(last modified 2025-01-13T21:03:48+00:00 )
Jan 14, 2025 01:27 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یورانیمو د پخولو او خرڅولو اراده لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «میډل ایسټ مانیټور» سایټ د سعودي عربستان د انرژۍ د وزیر «شاهزاده عبدالعزیز بن سلمان» په قول وویل ریاض د یورانیمو د پخولو او د هغه د خرڅولو نیت لري

د عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان ویلي دي چې ریاض پروګرام لري چې د یورانیمو په شمول د ټولو معدني سرچینو په هکله تجارتي فعالیت په اجنډا کښې شامل کړی.

د سعودي عربستان دغه چارواکي په ظهران سیمه کښې په یوه کانفرنس کښې وویل مونږ به یوارنیم پاخه کړو او هغه به خرڅ کړو او له یورانیمو به زیړ کیک تولید کړو.

د دغه راپور پراساس له زیړ کیک څخه د عربستان د انرژۍ د وزیر هدف د یوه پنډ معدني پاوډر جوړول دي چې په اټومي مرکزونو کښې د یورانیمو  د سونګو د تولیدولو لپاره کارول کیږي.

میډل ایسټ مانیټورو وویل سعودي عربستان یو نوی اټومي پروګرام لري او اراده لري هغه پراخ کړي چې نهایت کښې یورانیم پخول هم پکښې شامل کړي.

د یورانیمو پخول یو حساس اقدام دی ځکه چې په اټومي وسلو کښې ترې کار اخیستل کیدلای شي او عربستان ویلي دي چې له اټومي انرژۍ د استفادې هدف یې د خپلې انرژۍ د سرچینو متنوع او ډول ډول کول دي.