نړۍ باید صهیونیسټي رژیم ته سزا ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156440-نړۍ_باید_صهیونیسټي_رژیم_ته_سزا_ورکړي
د ایران د اسلامي شورا مشر په غزه کې د حماس غورځنګ او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوربند له موافقې څخه په هرکلي سره ټینګار وکړ، نړۍ باید صهیونیسټي رژیم ته د سزا ورکولو او د فلسطین د ملت پر زخمونو د مرهم اېښودلو لپاره اقدام وکړي.
(last modified 2025-01-17T08:21:49+00:00 )
Jan 17, 2025 12:46 Asia/Kabul
  • نړۍ باید صهیونیسټي رژیم ته سزا ورکړي

د ایران د اسلامي شورا مشر په غزه کې د حماس غورځنګ او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوربند له موافقې څخه په هرکلي سره ټینګار وکړ، نړۍ باید صهیونیسټي رژیم ته د سزا ورکولو او د فلسطین د ملت پر زخمونو د مرهم اېښودلو لپاره اقدام وکړي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون د ایکس ټولنیزې شبکې په خپله شخصي پاڼه کې ولیکل: په غزه کې د اوربند له موافقې هرکلی کوو او د شهیدانو روح ته درود وایو.

قالیباف ټینګار وکړ: دا د فلسطین ۱۵ میاشتنی زړور مقاومت وو چې صهیونیسټي رژیم خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته په رسېدو کې ناکام شو.

د ایران د اسلامي شورا مشر د خپل مطلب په دوام کې لیکلي: نړۍ باید د صهیونیسټي رژیم د مجازات او د فلسطین د ملت پر زخمونو د مرهم اېښودلو لپاره اقدام وکړي.