قطر: په غزه کې اوربند به د یکشنبې له سهاره نافذ کیږي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې په غزه کې به اوربند له سبا، یکشنبې څخه نافذ شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري نن شنبه په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: "د تړون د اړخونو او منځګړو ترمنځ د موافقې پر بنسټ، د غزې اوربند به سبا سهار (یکشنبه) په ۸:۳۰ بجو پلي شي.
الانصاري فلسطیني او اسراییلي خواوو ته سپارښتنه وکړه چې په احتیاط سره عمل وکړي او د رسمي سرچینو لارښوونو ته انتظار وکړي.
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د منځګړو د هڅو له لارې، هغه خنډونه چې د صهیونیسټي نیواکګرو لخوا د تړون د ځینو مادو د نه مراعتولو له امله په تړون کې رامینځته شوي وو، حل شوي دي.
د اسراییلو رسنیو دا هم راپور ورکړی چې د رژیم کابینې له یوې اوږدې غونډې وروسته، په غزه کې د بندیانو د تبادلې تړون او اوربند تصویب کړی دی.