د یمن پوځیانو بیا د اسرائیلو رژیم په مرکز توغندوي برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156494-د_یمن_پوځیانو_بیا_د_اسرائیلو_رژیم_په_مرکز_توغندوي_برید_کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په تل اویو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت په مرکز باندې د توغندوي برید خبر ورکړ.
(last modified 2025-01-19T02:53:41+00:00 )
Jan 19, 2025 05:06 Asia/Kabul
  • د یمن پوځیانو بیا د اسرائیلو رژیم په مرکز توغندوي برید کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په تل اویو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت په مرکز باندې د توغندوي برید خبر ورکړ.

هغه پرون وویل د فلسطین د مظلوم ملت د دفاع کولو او په یمن او غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم بریدونو ته د ځواب د ورکولو لپاره د یمن وسله والو ځواکونو په یو لړ ځانګړیو عملیاتو سره په «ذوالفقار» بلاسټیک توغندي سره د نیواکي ټاټوبو یعني د تل اویو په «یافا» سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت په مرکز برید کړی.

یحیی سریع وویل د یمن دغه توغندی په لوړ دقت سره په هدف ولګید او د دښمن هوايي دفاع سیسټمونو د دغه توغندي مخه ونه نیول شوه.

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع ټینګار وکړ د یمن وسله وال ځواکونه یو ځل بیا دغه خبره اعلانوي چې د اوربند  د موافقې د اجرا په پړاو کښې د اسرائیلي دښمن لخوا له هر ډول تیري سره د پوځي مقابلې لپاره به په غزې کښې د فلسطین د مقاومت له ځواکونو سره په څنګ کښې ولاړ وي.

پرون سهار هم رسنیو له یمن څخه په تل اویو باندې د یوه توغندي د ویشتل کیدا او د بن ګوریون هوايي ډګر د فعالیت د ځنډیدا خبر ورکړ.

د یمن پوځ له تیرو میاشتو راهسې په غزې کښې د فلسطین د ملت د مقاومت د ملاتړ کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم په مرکزونو په تیره بیا تل اویو کښې په یوشمیر سیمو د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.