د لبنان خلک د ایران او د عراق مرستې هیڅکله نه هیروي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156772-د_لبنان_خلک_د_ایران_او_د_عراق_مرستې_هیڅکله_نه_هیروي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر «شیخ نعیم قاسم» نن په یوې وینا کښې د اوربند بدلونونو او بیلابیلو سیمه ئیزو مسایلو ته په اشارې سره وویل د لبنان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق مرستې هیڅکله نه هیروو.
(last modified 2025-01-28T06:15:19+00:00 )
Jan 28, 2025 10:38 Asia/Kabul
  • د لبنان خلک د ایران او د عراق مرستې هیڅکله نه هیروي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر «شیخ نعیم قاسم» نن په یوې وینا کښې د اوربند بدلونونو او بیلابیلو سیمه ئیزو مسایلو ته په اشارې سره وویل د لبنان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق مرستې هیڅکله نه هیروو.

شیخ نعیم قاسم په ننۍ وینا کښې چې   د پیغمبر اکرم حضرت محمد  صلی الله علیه واله وسلم د مبعث اختر په درشل کښې یې وکړه وویل نن ورځ په تاریخ کښې یوه ستره ورځ او د خدای ورځ ده ځکه چې خدای پاک ج د قران کریم نازلیدل پیل کړل.

هغه په دوام کښې د فلسطین په شمول د سیمې د بدلونونو په بیانولو سره وویل د غزې بریالیتوب د فلسطین د ملت او د سیمې د هغو ټولو ملتونو او د نړۍ د ټولو پتیالیو بریالیتوب دی چې د فلسطین د ملت ملاتړ یې وکړ او مونږ د فلسطین مجاهد ملت او د اوربند د موافقې د بریا په مناسبت مبارکي وایو.

شیخ نعیم قامس ډاګینه کړه: خیانتکارو کسانو په حزب الله غورځنګ کښې د البقاع سیمې مسوول «شیخ محمد حمادي» ټرور کړ او په دې هکله تحقیقات روان دي خو ټوم پام صهیونیسټ رژيم ته دی او حمادي  د کلمې په حقیقي معنا یو قومندان و او تل یې د جنګیالیو ملاتړ او حمایت کاوه.

د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ: د طوفان الاقصی د عملیاتو هدف پوره شو او د حماس غورځنګ او د مقاومت د له مینځه وړلو لپاره د اسرائیلو پلان ماتي وخوړه او د لبنان پرضد د اسرائیلو تیری هم د غزې په شان د  امریکا او د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره و او په لبنان کښې ټولې پرګنې په اسطوري اي پایدارۍ، استثنايي زړورتیا او په شهادت غواړي ارادې سره د دغو تیریو په مقابل کښې ودریدلې او ځانونه یې په میدان کښې وښودل.