په ډنمارک کې یوځل بیا قرآنکریم ته سپکاوی وشو
(last modified Sun, 02 Feb 2025 09:20:13 GMT )
Feb 02, 2025 13:50 Asia/Kabul
  • په ډنمارک کې یوځل بیا قرآنکریم ته سپکاوی وشو

پارس ټوډې - په ډنمارک کې د سخت دریځه ګوند "سختې لارې" مشر، په یوه سپکاوي اقدام کې، یو ځل بیا د قرآنکریم نسخې ته اور واچاوه.

د ایرنا له قوله د پارس ټوډې د راپور له مخې، په ډنمارک کې د سخت دریځې ګوند "سختې لارې" مشر "راسموس پالوډان" په داسې حال کې چې په کوپنهاګن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآنکریم یوې نسخې ته اور واچاوه، د هغه دا اقدام د پولیسو تر حفاظت لاندې او د سویډني چارواکو په اجازه ترسره شوه.

پالوډان تر دې مخکې د تېر کال (۲۰۲۴) په جنورۍ میاشت کې د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته هم د قرآنکریم یوه نسخه سوځولې وه.

یوه اونۍ وروسته پالوډان یو ځل بیا په ډنمارک کې د یوه جومات مخې ته دغه ناوړه عمل ترسره کړی وو.