ټرمپ د هند لومړي وزیر ته د امریکا د سفر بلنه ورکړه
Feb 04, 2025 15:33 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړې ده.
رویټرز خبري اژانس نن خبر ورکړ چې ټرمپ مودي ته په یوه تلیفوني اړیکه کې امریکا ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د خبر له مخې، ټاکل شوې ده چې دا سفر راتلونکې اوونۍ یعني د فرورۍ د میاشتې په دولسمه نیټه وشي.
ټرمپ له مودي سره په خپله ټلیفوني اړیکه کې د کډوالۍ او له امریکا د پوځي تجهیزاتو د پېرلو د مسلې په اړه خبرې کړي دي.
دغه راز، هند، چې د امریکا تر ټولو لوی سوداګریز ملګری دی، هڅه کوي چې په سټراټیژیک ډول له چین سره مقابله وکړي.
د راپور له مخې، مودي تمه لري چې ټرمپ به پر هندي توکو د تعرفو د لوړولو ګواښونه عملي نه کړي.
ټیګونه