ایران او پاکستان په سمندر کې عملیاتي کچه پیاوړې کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قوماندان له پاکستان سره د نږدې اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "په "امان-۲۵" مانوره کې د ګډون موخه د دواړو هېوادونو هڅې دي چې په سمندري ساحه کې عملیاتي کچه ښه کړي او په راتلونکي کې دوه اړخیزه مانوری ترسره کړي."
شهرام ایراني چې نن د لوړ پوړي ایراني پوځي پلاوي په مشرۍ د پاکستان کراچۍ بندر ته د امان-۲۵ نړیواله مانوره کې د ګډون لپاره سفر وکړ، له ایرنا سره په مرکه کې وویل: په دې نړیواله غونډه کې په لوړه کچه د ایران شتون له پاکستان سره د نږدې اړیکو اهمیت منعکسوي.
د ایران امیرالبحر هیله څرګنده کړه چې د ایران او پاکستان د سمندري ځواکونو ترمنځ تعاملات به په راتلونکي کې د دوه اړخیزو تمریناتو د ترسره کولو لپاره یو مناسب پلیټ فارم برابر کړي.
د پاکستان د سمندري ځواکونو قوماندان اډمیرل نوید اشرف د روان کال دسلواغی په لومړیو کې له ایرنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې، د "امان-۲۵" په نړیواله سمندري مانوره کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ګډون خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: "پاکستان د ایران له سمندري ځواکونو سره ډیر رغنده تعاملات لري، او موږ په لیوالتیا سره چمتو یو چې له خپل ګاونډي هیواد سره د دې همکارۍ کچه لوړه کړو."