ایران او پاکستان په سمندر کې عملیاتي کچه پیاوړې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157122-ایران_او_پاکستان_په_سمندر_کې_عملیاتي_کچه_پیاوړې_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قوماندان له پاکستان سره د نږدې اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "په "امان-۲۵" مانوره کې د ګډون موخه د دواړو هېوادونو هڅې دي چې په سمندري ساحه کې عملیاتي کچه ښه کړي او په راتلونکي کې دوه اړخیزه مانوری ترسره کړي."
(last modified 2025-02-08T04:18:06+00:00 )
Feb 08, 2025 08:46 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان په سمندر کې عملیاتي کچه پیاوړې کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قوماندان له پاکستان سره د نږدې اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "په "امان-۲۵" مانوره کې د ګډون موخه د دواړو هېوادونو هڅې دي چې په سمندري ساحه کې عملیاتي کچه ښه کړي او په راتلونکي کې دوه اړخیزه مانوری ترسره کړي."

شهرام ایراني  چې نن  د لوړ پوړي ایراني پوځي پلاوي په مشرۍ د پاکستان کراچۍ بندر ته د امان-۲۵ نړیواله مانوره کې د ګډون لپاره سفر وکړ، له ایرنا سره په مرکه کې وویل: په دې نړیواله غونډه کې په لوړه کچه د ایران شتون له پاکستان سره د نږدې اړیکو اهمیت منعکسوي.

د ایران امیرالبحر هیله څرګنده کړه چې د ایران او پاکستان د سمندري ځواکونو ترمنځ تعاملات به په راتلونکي کې د دوه اړخیزو تمریناتو د ترسره کولو لپاره یو مناسب پلیټ فارم برابر کړي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو قوماندان اډمیرل نوید اشرف  د روان کال دسلواغی  په لومړیو کې له  ایرنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې، د "امان-۲۵" په نړیواله  سمندري مانوره کې د ایران د اسلامي جمهوریت له  ګډون خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: "پاکستان د ایران له سمندري ځواکونو سره ډیر رغنده تعاملات لري، او موږ په لیوالتیا سره چمتو یو چې له خپل ګاونډي هیواد سره د دې همکارۍ کچه لوړه کړو."