امریکا له ناټو سره د اوکراین شاملیدل ناممکن وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157282-امریکا_له_ناټو_سره_د_اوکراین_شاملیدل_ناممکن_وبلل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیټ(Pete Hegseth ) له ناټو تړون سره د اوکراین یوځاې کیدل ناممکن وبلل.
(last modified 2025-02-13T08:09:25+00:00 )
Feb 13, 2025 12:33 Asia/Kabul
  • امریکا له ناټو سره د اوکراین شاملیدل ناممکن وبلل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیټ(Pete Hegseth ) له ناټو تړون سره د اوکراین یوځاې کیدل ناممکن وبلل.

هغه په دې خبرې سره چې امریکا به نور د اروپا او د اوکراین امنیت ته لومړیتوب ورنکړي ډاګینه کړه اروپايي هیوادونه باید له جنګ څخه وروسته د اوکراین د امنیت د تامینولو مسوول ووسي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ځلونو د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره خپل شرطونه له ناټو تړون سره د اوکراین یوځاې نه کیدل، د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو د ټولو بایکاټونو ختمول او له دونباس او نوروسیا سیمو څخه د اوکراین د پوځیانو په کامل ډول وتل اعلان کړي دي.