د امریکا ولسمشر ترهګر پلوی دی
پارس ټوډې - د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې دښمن د تعامل یا بمبارۍ خبره کوي، وویل: خلک د سلواغې په ۲۲مه په لاریون کې په شانداره توګه راڅرګند شول او ترهګر پلوي ټرمپ ځواب یې ورکړ.
د ایرنا په حواله او د پارس ټولې د راپور له مخې؛ آیت ا... سید احمد خاتمي د پرون د جمعې لمانځه په خطبو کې د سلواغې د ۲۲مې نېټې په لاریون کې د ایران د ولس پراخ او شانداره شتون ته په اشارې سره زیاته کړه: په ایران کې په میلیونونو خلک په مینې او انګیزې سره ډګر ته راغلل او د یووالي پیغام یې خپور کړ.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت پر حکومت د زیات فشار راوړلو موضوع د نن او پرون لپاره نه ده، تاسو له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې زیات فشار راوړی او هېڅ بد مو تر اوسه نه یاست توانېدلي چې ترسره یې کړئ، د ایران د ملت دغه ستره کرکه د «مرګ پر امریکا» له شعار سره مل ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب امریکايي مشرانو ته په خطاب کې وویل: تاسو هغه ترهګرپلوي یاست چې د غزې پر خلکو مو په زرګونه ټنه بمونه وغورځول، نه د لبنان حزب ا... چې ستاسو په شان له ترهګرو سره مقابله کوي.
آیت ا... خاتمي همداشان د غزې په اړه د ټرمپ د دریځ په تړاو وویل: خبره د غزې د خلکو د کډه کولو په هکله ده، قرآن کریم وایي، دغه کډه کول د ظلم یوه بېلګه ده او تاسو ونتوانېدلئ چې په پنځلسو میاشتو جنګ کې هغوی کډه کړئ او له دې وروسته یې هم نه شئ کولای.