اسرائیلو د فلسطین په غزې کښې درې پولیس شهیدان کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښېی وویل د غزې تړانګې په رفح سیمه کښې د اسرائیلو په هوايي برید کښې درې پولیسو شهیدان شوي او دغه کار یې د جنورۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د ماتیدونکي اوربند خلاف ورزۍ وبلله.
د فلسطین د کورنیو چارو وزارت وویل چې په سیمه کښې د مرستو د رسولو د ټرکونو ورتلو د امنیت د تامینولو لپاره هلته پولیس دیره شوي دي.
د فلسطین د کورنیو چارو وزارت دغه جنایت غندي او له مینځګړو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې نیواکګر صهیونیسټ رژیم مجبوره کړي چې په پولیسو باندې بریدونه بند کړي.
دغه راز د غزې د رسنیو دفتر وویل چې دغه تړانګې ته د ګرځنده کورونو او د درنو تجهیزاتو د ورتلو لپاره د اجازه له ورکولو د اسرائیلو ډډه کول له حماس غورځنګ سره د اوربند په موافقه کښې د خپلو ژمنو ښکاره خلاف ورزۍ ده.
بل خبر دا چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارک روبیو د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د کتنې لپاره تل اویو ته رسیدلی.
د امریکا خارجه وزیر اوس مینځني ختیځ ته خپل لومړی سفر پیل کړی دی.
د امریکا خارجه وزیر مارک روبیو سیمې ته په سفر کښې احتمال شته چې د غزې تړانګې د کنټرول د ترلاسه کولو او د دغه سیمې د دوه میلیونه خلکو د کوچولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په پراخه سویه په غندل شوي وړاندیز یوځل بیا ټینګار وکړي.
دغه راز الجزیرې ټیلي ويژن هم د اسرائیلو د دفاع وزارت په قول وویل د امریکا ګڼ شمیر ستر بمونه اوس د اسرائیلو «اشدود» بندر ته رسیدلي دي.
د امریکا په دغو سترو بمونو کښې نهه سوه کلوګرامه وزن لرونکي ایم کی څلوراتیا ډوله بمونه چې له الوتکو څخه ویشتل کیږي شامل دي.