په نږدې راتلونکي کې به له پوتین سره وګورم
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157384
د رسنیو په حواله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ښایي ډېر ژر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
(last modified 2025-02-17T07:22:57+00:00 )
Feb 17, 2025 11:45 Asia/Kabul
  • په نږدې راتلونکي کې به له پوتین سره وګورم

د رسنیو په حواله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ښایي ډېر ژر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

ټرمپ په عربستان کې د امریکايي او روسي چارواکو له کېدونکو مذاکراتو مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د کتنې کره وخت لا څرګند نه دی، خو ښایي  چې دغه کتنه ډېر ژر وشي.

ټرمپ د روسیې پوځي وړتیاوو ته په اشارې سره ویلي چې پوتین غواړي په اوکراین کې جګړه پایته ورسوي.

هغه دغه راز د روسیې له لوري د اوکراین د بشپړه نیولو په اړه ویلي چې دا موضوع د امریکا لپاره یوه لویه ستونزه کېدای شي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی وو چې د اوکراین د جګړې ستونز به ژر حل نه شي او سولې ته د رسېدو لپاره باید عملي ګامونه پورته شي.