صهیونیسټ رژیم د فلسطیني بندیانو خوشي کولو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157580-صهیونیسټ_رژیم_د_فلسطیني_بندیانو_خوشي_کولو_ته_دوام_ورکوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل صهیونیسټ رژیم ویلي دي چې زر د فلسطین بندیان خوشي کوي.
(last modified 2025-02-23T00:46:22+00:00 )
Feb 23, 2025 05:14 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د فلسطیني بندیانو خوشي کولو ته دوام ورکوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل صهیونیسټ رژیم ویلي دي چې زر د فلسطین بندیان خوشي کوي.

مینځګړو هیوادونو د فلسطین حماس غورځنګ ته ویلي دي چې صهیونیسټ رژيم زر د فلسطین بندیان خوشي کوي.

صهیونیسټ رژیم د بندیانو د تبادلې په اومې مرحلې کې د فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په لاره کښې د خنډونو په رامینځته کولو سره له پرون سهار څخه تراوسه پورې د دغو بندیانو خوشي کول ځنډولي دي.

د دغو فلسطیني بندیانو کورنۍ په لویدیځې غاړې کښې د واورې له اوریدا سره سره د « عوفر» زندان مخ ته  د خپلو بچیانو او خپلوانو د خوشي کیدا په انتظار دي.

د فلسطین رسنیو د صهیونیسټ رژیم لخوا د بندیانو د خوشي کولو  د ځنډولو هدف د فلسطین د ملت د خوشحالۍ ترخول او د خپلو بندیانو په خوشي کیدا د هغوې د خوشحالۍ کمول وباله.

د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند «عبدالطیف القانوع» مخکې په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار کړی و چې په ټاکلي نیټه د فلسطیني بندیانو د اومې ډلې په خوشي کولو کښې د صهیونیسټي دښمن ځنډ کول د موافقې ښکاره خلاف ورزۍ ده.

هغه وویل په داسې حال کښې چې حماس غورځنګ د مینځګړو هیوادونو په هڅو سره د بندیانو د تبادلې د بریالیتوب لپاره ملګرتیا کوي خو د اسرائیلو جنګي جنایتکار لومړی وزیر نتانیاهو د وخت د ضایع کولو روده غوره کړي ده او د فلسطیني بندیانو خوشي کول یې ځنډولي دي.

د صهیونیسټ رژیم د راډیو او ټیلي ويژن ادارې هم څو ساعته مخکې راپور ورکړ چې د فلسطیني بندیانو د بیګا شپې خوشي کول به وځنډیږي او دغه خوشي کول به د امنیتي سلامشورو له ختمیدا وروسته ترسره شي.