د سوریې موقته حکومت له کردانو تیل په پیسو اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157586
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د سوریې موقته حکومت هره ورځ د هیواد له کردانو څخه پینځلس زره بیرله تیل په پیسو اخلي.
(last modified 2025-02-23T02:45:32+00:00 )
Feb 23, 2025 05:55 Asia/Kabul
  • د سوریې موقته حکومت له کردانو تیل په پیسو اخلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د سوریې موقته حکومت هره ورځ د هیواد له کردانو څخه پینځلس زره بیرله تیل په پیسو اخلي.

د سوریې د تیلو په وزارت کښې یوې خبرې سرچینې له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل : د سوریې له کرد ډیموکراټیک ځواکونو څخه د تیلو اخیستل د یوه درې میاشتني تړون پراساس ترسره کیږي.

هغه وویل د سوریې له کردانو څخه د تیلو اخیستل  له کردانو سره د پخواني ولسمشر بشار اسد د حکومت د موافقې او د دغه تړون له اصلاح کولو وروسته هره ورځ د پینځلس زره بیرله ظرفیت سره پیل شوي دي.

دسوریې د معدني سرچینو او د تیلو د وزارت د عمومي اړیکو مسوول احمد سلیمان هم وویل د تیلو وزارت د سوریې له شمال ختیځ څخه د طبیعي ګازو او دتیلو اخیستل د پخوانۍ موافقې پراساس ترسره کوي.