حماس غورځنګ لویدیځه غاړه کښې د اسرائیلو عملیات وغندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ وویل په جنین او د لویدیځې غاړې په نورو نیواکي شمالي سیمو کښې د خپلو پوځي عملیاتو د پراخولو لپاره د اسرائیلو فیصله د نسل وژنې په جنګ کښې د تل اویو خطرناک نیت په ګوته کوي.
حماس غورځنګ د اسرائیلو لخوا په زوره د فلسطینیانو د کوچولو پرضد د متحد دریځ د غوره کولو غوښتنه وکړه کوم چې په جنین ، طولکرم ، نورشمس او فار کډوالو کیمپونو کښې څه د پاسه څلویښت زره وسیدونکي تر اغیز لاندې وروستلي دي.
حماس غورځنګ دغه راز د اسرائیلو د دفاع وزیر کاټس بیانیه رد کړه کوم چې ویلي وو د اسرائیلو پوځ به تر راتلونکي کال پورې د لویدیځې غاړې په کډوالو کیمپونو کښې دیره پاتې شي.
دغه راز د اسرائیلو پوځیانو د لویدیځې غاړې په مرکز کښې په رام الله او البیره سیمو کښې د سهار په وخت عملیاتو کښې دوه کسان ونیول.
ځايي وسیدونکو وویل چې د اسرائیلو عسکرو د رام الله په شمال ختیځ کښې په سیلواد ښارګي کښې د یوه نولس کلن ځوان په کور باندې حملې سره هغه وتښتوه او دغه راز یو بل اته څلویښت کلن فلسطینی هم په کوبار ښارګي کښې ونیول شو.
دغه راز د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ وویل چې د اروپايي هیوادونو چارواکي باید د بشریت پرضد د اسرائیلو جنایتونه وغندي.
دغه موسسې وویل چې د اروپايي هیوادونو چارواکي نن په بروکسل کښې د اسرائیلو او د اروپايي هیوادونو په غونډې کښې باید دغه فرصت د اسرائیلو د جنایتونو د غندلو لپاره استعمال کړي.
بل خبر دا چې د اسرائیلو ځواکونو په سیسټاماټیک ډول د غزې تړانګې اینټرنیټ بند کړ.
دغه راز د سوریې موقته مشر احمد الشرع په قاهرې کښې د غزې په هکله د عربو هیوادونو د مشرانو غونډې ته وربلل شوی.