اسرائیلو بیا د لبنان دوه ښاریز شهیدان او درې نور ژوبل کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د روغتیا وزارت د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو په برید کښې د دوو ښاریزو د شهادت خبر ورکړ.
د لبنان د روغتیا وزارت وویل د هیواد په ختیځ باندې د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو په حمله کښې دوه کسان شهیدان شوي او درې نور ژوبل شوي.
اسرائیلو د سوریې سرحد ته نږدې د لبنان په ختیځ کښې په جنتا سیمې حمله وکړه او له کبله یې درې کسان شهیدان شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځ په یوې بیانیې کښې ادعا وکړه چې د دغه رژیم جنګي الوتکو په البقاع سیمه کښې د سټراټيژیکو وسلو د تولید او د زیرمې کولو په یوه مرکز کښې د حزب الله په غړیو باندې حمله کړي ده.
د صهیونیسټ رژیم او د لبنان ترمینځ اوربند د څو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې له اوویشتمې نیټې څخه اجرايي شو او دا په داسې حال کښې دي چې تل اویو د اوربند له پیل راهسې تراوسه په سلګونو ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي.
د اوربند د دغه موافقې د اجرا له وخت راهسې د صهیونیسټ رژیم پوځ په ځلونو د دغه اوربند خلاف ورزیانې کړي دي او د لبنان په جنوب کښې ځینې ښارګیو او کلیو ته د لبنان د کډوالو د بیرته ستنیدا مخه یې نیولي ده.