امریکا ته د اوکراین د ولسمشر سفر یوه ډیپلوماټیکه ماتي وه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157810-امریکا_ته_د_اوکراین_د_ولسمشر_سفر_یوه_ډیپلوماټیکه_ماتي_وه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د اوکراین او د امریکا د ولسمشرانو وروستۍ کتنې ته په غبرګون کښې وویل د دغه کتنې نتیجه د کي یف لپاره یوه کاملا سیاسي او ډيپلوماټیکه ماتي وه.
(last modified 2025-03-01T23:33:18+00:00 )
Mar 02, 2025 04:00 Asia/Kabul
  • امریکا ته د اوکراین د ولسمشر سفر یوه ډیپلوماټیکه ماتي وه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د اوکراین او د امریکا د ولسمشرانو وروستۍ کتنې ته په غبرګون کښې وویل د دغه کتنې نتیجه د کي یف لپاره یوه کاملا سیاسي او ډيپلوماټیکه ماتي وه.

هغې دې ته په اشارې سره چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په سپینه ماڼۍ کښې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره په کتنه کښې سخته ماتي خوړلی ده وویل دغه موضوع دغه راز په هغو اروپايي مشرانو کښې چې تراوسه له اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکوي د سیاسي کمزورتیا ښودنه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا زیاته کړه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په واشنګټن کښې په خپل کړچار سره وښودله چې هغه د نړیوالې ټولنې لپاره تر ټولو خطرناګ ګواښ او د یوه ستر جنګ ملاتړی دی.

هغې وویل د اوکراین ولسمشر زلنسکي د خپل قدرت د ساتلو لپاره د خپل هیواد په میلیونونو خلک وژلي دي.

په سپینه ماڼۍ کښې د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره د اوکراین د ولسمشر زلنسکي کتنه له روسیې سره سولې ته د رسیدا د څرنګوالي په هکله د سختو اختلافاتو په دلیل ژبنې شخړې ته وغځیده او زلنسکي له ټاکلي نیټې مخکې له سپینې ماڼۍ ولاړ.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي امریکا ته په بې احترامۍ کولو تورن کړ او ویې ویل چې هغه د سولې لپاره تیار نه دی.