د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار
Sep 06, 2026 13:09 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د روسیې سفیر د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، سیمهییزو تحولاتو او د کابل او مسکو ترمنځ د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په دې لیدنه کې د روانو تحولاتو او د سیمې د وضعیت په اړه هم نظرونه شریک کړي او د کابل او مسکو ترمنځ یې د اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، متقي او ژیرنوف د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او په راتلونکي کې د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
ټیګونه