اسرائيلي پوځيانو د لوېديځې غاړې يوه جومات ته اور اچولی
پارس ټوډې –اسرائيلي ځواکونو نن جمعه په لوېديځې غاړې کې د مسلمانانو عبادت ځايونو ته په غیر قانوني ننوتلو او سپکاوي سره، په نابلس ښار کې يوه جومات ته اور واچاوه.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، فلسطيني سيمه ايز سرچينو راپور ورکړی چې د صهيونيسټي رژيم لسګونه پوځیانو د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ جمعه د سهار له لمونځ وروسته په غيرقانوني ډول د لوېديځې غاړې یوشمېر جوماتونو ته داخل شول.
د فلسطيني سيمه ايزو سرچينو د راپورونو له مخې، د "الساطون" جومات، د "عجعج" جومات، د "الصلاحي" جومات، د "التینه" جومات او د "النصر" جومات له هغو جوماتونو څخه دي چې اسرائيلي ځواکونه پکې داخل شوي دي.
د "العربي الجديد" ورځپاڼې راپور ورکړی چې د صهيونيسټي رژيم پوځیانو د لوېديځې غاړې د شمال په نابلس ښار کې د "النصر" جومات ته له ننوتو وروسته، د مسلمانانو د دې عبادت ځای ځينې برخې وسوځولې.
د فلسطيني رسنيو د راپورونو له مخې، اسرائيلو پوځیانو لوېديځې غاړې ته له ننوتو وروسته زهرجن ګازونه هم وکارول.
د فلسطيني ځوانانو کورنو ته د اسرائيلي پوځیانو له ننوتلو وروسته، فلسطيني ځوانان له دوی سره نښته پیل کړه او د صهيونيسټي رژيم پوځ هم له فلسطينيانو سره د مقابلو لپاره نور ملاتړي ځواکونه او پوځي تجهيزات د جګړې سيمې ته ولېږل.