له امریکا سره خبرې اترې د ذلت په معنا دي
پارس ټوډې – د تهران د جمعې لمانځه موقت امام په دې خبرې سره چې له امریکا سره خبرې اترې د ذلت او تحقیر په معنا دي، وویل: د ایران خلک عاشورايي دي او ذلت نشي منلی.
آیت ا... سید احمد خاتمي د نن ورځې د جمعې لمانځه په خطبو کې وویل: ټولې نړۍ د اوکراین ولسمشر ته د ټرمپ سپکاوی ولید، ټول هغه کسان چې د امریکا غلامان دي باید پوه شي چې دغه چلند به هغوی ته هم ورسېږي، دا د استکبار روحیه ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب څرګنده کړه: هرڅومره چې معظم رهبر ویل له امریکا سره خبرې اترې هېڅ شرافتمندانه او عاقلانه نه دي، خو ځینو کسانو ته یې زور ورکولو چې باور وکړي، مګر کله چې یې دغه تعامل ولید نو اعتراف یې وکړ چې له امریکا سره خبرې اترې د ایران د ملت په شأن کې نه دی، بلکې له امریکا سره خبرې اترې د ذلت، تحقیر او اصالت له لاسه ورکولو په معنا دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همدارنګه وویل: هاکان فیدان ویلي ایران باید په سیمه کې له خپله سیاسته لاس واخلي او یو ډول سپکاوی یې هم کړی دی، لومړی دا چې زموږ سیاست د ښه ګاونډیتوب سیاست دی او له ګاونډیانو سره د جنګ نیت نلرو او دا د ایران د اساسي قانون متن دی، خو دغه څرګندونې د ښه ګاونډیتوب ضد ګڼل کېږي.