د ایران د اټومي پروګرام پر ضد د لویدیځ والو دروغ اوغړونه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې د لویدیځ د غړونو او دروغو په غبرګون کې ټینګار وکړ: د ایران سوله ایز اټومي پروګرام د پوځي برید له لارې له منځه نه شي وړل کیدی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جده کې د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې فرانسې خبري اژانس ته وویل: "ایران به له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې تر هغه وخته بیا پیل نه کړي تر څو چې د ټرمپ حکومت د زیات نه زیات فشارسیاست موجود وي .
عراقچي زیاته کړه: "د ایران اټومي پروګرام د پوځي برید له لارې نشي ویجاړیدلی. دا هغه ټیکنالوژي ده چې مونږ ترلاسه کړې ده، او په ذهن او دماغ کې ټیکنالوژي نشي بمبارکیدلای .
د ایران اسلامي جمهوریت، د امریکا او لویدیځ له ټولو بدلوظیو سره سره، خپل سوله ایز اټومي پروګرامونه او اهداف پرمخ وړي او د نړیوالې ټولنې په وړاندې یې خپله ژمنتیا او مسؤلیت ثابت کړی دی.
که څه هم امریکا او د هغې متحدین په ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د هڅې په دروغو تور لګولی دی، خو ایراني چارواکو په دوامداره توګه دا تورونه رد کړي دي او ټینګار یې کړی چې د ایران اټومي پروګرام سوله ایز دی.
د برجام د خبرو اترو په بهیر کې او حتی وروسته له هغه چې امریکا په یو اړخیزه توګه له دې تړون ووتله، ایران د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو حل لارو پر بنسټ خپل سوله ایز چلند ته دوام ورکړی دی. په بدل کې، متحده ایالاتو او اروپايي درې کسیزه ډله، د خپلو ژمنو پر خلاف، یو دریځ غوره کړ او د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په وړاندې یې دروغ وویل.
د ایران اسلامي جمهوریت تل ویلي چې د امریکا د غیر عادلانه او غیرقانوني بندیزونو د لرې کولو په هدف یې مذاکرات پیل کړي دي، او د بندیزونو د اغیزمنه لرې کولو او د ایران د ګټو د خوندي کولو لپاره د اړینو تضمینونو ترلاسه کولو پرته به هیڅ نوې موافقه ونشي.
ایران په وار وار ټینګار کړی چې د ډیرو غوښتنو د منلو لپاره به د امریکا فشار ته تسلیم نشي او په برجام کې د اروپایي غړو لخوا د خپلو ژمنو په پلي کولو کې ځنډ ته په پام سره، د برجام په چوکاټ کې د خپلو اټومي ژمنو د کمولو لپاره پنځه ګامونه پورته کړل
د خبرو اترو د دوام او یوې موافقې ته د رسیدو لپاره، د ایران له نظره مهمه مسله د لویدیځ لوري لخوا د شویو ژمنو پلي کول دي، چې امریکایانو او اروپایي ټرویکا تر اوسه پورې له پوره کولو انکار کړی دی. له دې کارړنګونو سره سره، سپینې ماڼۍ پورې تړلو رسنیو لخوا د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په وړاندې منفي تبلیغات هم دوام لري.
د بندیزونو دوام، د اټومي انرژۍ په نړیوال اژانس کې د پریکړو صادرول، او د ایران په وړاندې د امریکا د دوه ګوني ډیپلوماسۍ او زیات نه زیات فشار سیاست نه یوازې د واشنګټن لخوا د باور جوړونې اقداماتو ښودنه نه کوي، بلکې یو ځل بیا په خبرو اترو کې له برجام هاخوا د امریکا ډیرې غوښتنې هم ښیي. خو، لکه څنګه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، د ایران اټومي پروګرام به د پوځي برید له لارې ونه دریږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې ښيي چې د ایران د خپلو ستراتیژیکو وړتیاوو د دفاع او ساتنې وړتیا په لوړه کچه ده او د لویدیځ د تبلیغاتي جګړې له امله به ګډوډ نشي. د ایران اټومي ټیکنالوژي په داخلي او کورنیو وړتیاوو تکیه کوي، او پراختیا به یې ونه دریږي.