د سوریې د پېښو په اړه چوپتیا جنایت دی
پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ: د سوریې د وحشتناکو پېښو پر وړاندې چوپتیا یو جنایت او د ديني او انساني مسئولیتونو خلاف ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي "عبدالملک بدرالدین الحوثي" وویل: په سوریې کې د تکفیري ډلو جنایتونه څرګند دي او هرڅوک چې زموږ په خبرو شک لري، کولای شي په خپلو سترګو سره هغه جنایتونه چې دوی یې ترسره او مستند کوي، وګوري.
د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ: هغه څه چې په سوریې کې روان دي، د سیمې د ملتونو لپاره د دې تکفیري ډلو د ماهیت په اړه یو مهم درس دی.
الحوثي وویل: د سوریې وروستۍ پېښې ډېرې خواشینوونکي دي او عربي او اسلامي هېوادونو چوپتیا غوره کړې ده، څو امریکا، اروپا او صهیونیسټي رژیم ځانونه د ملتونو مدافع وښيي.
د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي وویل: تکفیري ډلو پر سوریې له واکمنۍ وروسته، د دې هېواد د سویل په اشغال سره سره، حتی د صهیونیسټي دښمن په لور یوه ګولۍ هم ونه ویشتله.
الحوثي څرګنده کړه، تکفیري ډلو د اسلام د چهرې په خرابولو سره، د خپلو جنایتونو له لارې صهیونیسټانو ته خدمت کوي.
د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي زیاته کړه: د تکفیري او ترهګریزو ډلو وحشیانه جنایتونه د امریکا او صهیونیسټي رژیم له خوا مهندسي کېږي، ځکه چې دا ډلې د امریکا او صهیونیسټي رژیم لاس لاندې روزل شوي او د داسې رول د ترسره کولو لپاره جوړې شوي دي.
الحوثي په سوریې کې د تکفیري ډلو د جنایتونو په غندلو سره وویل: د دې جنایتونو مسئولیت د تکفیريانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه دی او دې ډلو له امریکا او اروپا څخه شین څراغ ترلاسه کړی دی، او دوی د جنایت لپاره د دوی لاسونه پرانیستي پریښي دي.
الحوثي وویل: د سوریې د ملت وینه په آسانۍ سره توېیږي او د سوریې وګړي وژل کېږي، او په اسلامي او عربي نړۍ کې هېڅوک د دې جنایتونو پر وړاندې اعتراض نه کوي.