فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم په سنګرونو حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163340
پارس ټوډی – د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې سرایا القدس د غزې تړانګې په اطرافو کښې په څو صهیونیسټ میشتو  سیمو باندې د راکټي حملې خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-08-11T02:48:25+00:00 )
Aug 11, 2025 07:16 Asia/Kabul
  • فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم په سنګرونو حمله وکړه

پارس ټوډی – د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې سرایا القدس د غزې تړانګې په اطرافو کښې په څو صهیونیسټ میشتو  سیمو باندې د راکټي حملې خبر ورکړی دی.

سرایا القدس پرون وویل: د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ځواب کښې د غزې تړانګې په ګاونډ کښې «ناحل عوز» او «کفار سعد» نومي ښارګي د راکټي حملې هدف وګرځول.

سرایا القدس همداشان د فلسطین د آزادۍ لپاره د ولسي جبهې د پوځي څانګې شهید ابوعلي مصطفی کنډکونو په همکارۍ سره، د غزې ښار ختیځ لور ته د الصوراني غره خواوشا، د نیواکګر رژیم د ځواکونو د راغونډیو ځاې په راکټو وویشته.