د اروپا دریو هیوادونو په سوریې کښې د خلکو پرضد تاوتریخوالي وغندل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني د جلا جلا خبر پاڼو په خپرولو سره په سوریې کښې وروستي تاوتریخوالي وغندل او د تاوتریخوالو د زیاتیدا د مخنیوي پرضرورت یې ټینګار وکړ.
د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند په یوې خبر پاڼه کښې وویل مونږ د سوریې په طرطوس، لاذقیه او حمص ولایتونو کښې د تاوتریخوالو رامینځته کیدل غندو او د ملګي وګړو او د زندانیانو د وژلو په هکله راپورونه لړزونکي دي.
هغه وویل د سوریې موقته حکومت مسوولیت لري چې د ملکي وګړو پرضد د نورو حملو د رامینځته کیدا مخه ونیسي او د روانو تاوتریخوالو په هکله تحقیق وکړي او عاملان یې ځواب ویونکي کړي.
د فرانسې خارجه وزارت هم په یوې خبر پاڼه کښې په سوریې کښې د خلکو پرضد د موقته حکومت د ځواکونو لخوا په تاوتریخوالو اندیښنه څرګنده کړه.
فرانسې د خپلو اعتقاداتو په دلیل د سوریې د ملکي وګړو او د زندانیانو پرضد دغه وحشیانه جنایتونه په کلکه وغندل او د سوریې له موقته حکومت یې وغوښتل چې د دغه جنایتونو په کامل ډول د روښانه کیدا لپاره خپلواکه تحقیقات تضمین کړي او عاملان یې عدلت ته وروسپاري.
دغه راز د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر «ډیویډ لیمې »هم په یوې بیانیې کښې وویل د روانو تاوتریخوالو په بهیر کښې د سوریې په ساحلي سیمو کښې د ګڼ شمیر ملکي وګړو د وژلو په هکله راپورونه بوږنونکي دي.
د سوریې په ساحلي سیمو کښې روان کړکیچ هغه وخت زیات شو چې د سوریې د موقته حکومت سیاستونو د علویانو پراخه غصه راوپاروله او خلکو په «قرداحه» ، جبله ، لاذقیه ، طرطوس ، حمص او مصیاف ښارونو کښې پراخ اعتراضونه وکړل.
دغه اعتراضونه چې په تیرې پنجشنبې ورځ پیل شول لومړۍ په سوله ئیز ډول روان وو خو د ابو محمد الجولاني په مشرۍ تحریر الشام ډلې ته د اړونده ځواکونو له تاوتریخوالي څخه په ډک غبرګون سره په خونړیو جنګونو بدل شول.
د سوریې د بشري حقوقو د څارونکي موسسې د راپور پراساس د موقته حکومت ځواکونو په تیرو دوه اویا ساعتونو کښې په څلویښتو بیلا بیلو جنایتونو کښې څه د پاسه نهه سوه درې اویا ملکي وګړي وژلي دي.
خو ځینې راپورونه وايي چې د سوريې د موقته حکومت ځواکونو له پینځلس سوه څخه زیات ملکي وګړې په ډزو وژلي دي او ډیر یې اعدام او پانسي کړي دي هم دي.
د سوریې د تحریر الشام ډلې ځواکونو دغه راز ډیر خلک چې ښځې ، ماشومان ، بوډاګان او ځوانان پکښې شامل دي له خپلو کورونو رایستلي او هغه یې ډیر په بې رحمۍ او ظلم سره وژلي دي او د خلکو له کورونو یې سامانونه او ګرانبیه شیان او پیسې هم غلا کړي دي.
