روسیه د بریتا هیواد دوه ډیپلوماټان له ماسکو څخه وباسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا دوو ډيپلوماټانو ته حکم ورکړی چې په دوو اونیو کښې له ماسکو ووځي.
په ماسکو کښې د انګلستان د سفارت دوهم سیکرټر او د بریتانیا د یوه بل ډیپلوماټ ښځه د ناسمو شخصي اطلاعاتو د وړاندې کولو او د ورانکاره او د استخباراتي کارونو د ترسره کولو د ثبوتونو په خاطر له ماسکو څخه ایستل کیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې په همدې ارتباط په ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼه کښې ویلي وو چې په دغه موضوع باندې د غور کولو لپاره یې په ماسکو کښې د انګلستان سفیر خارجه وزارت ته وربللی دی.
د روسیې خارجه وزارت دغه راز وویل که چیرې د ماسکو دغه اقدام ته کوم غبرګون وښودل شي او حالات کړکیچن شي نو لندن به د ماسکو لخوا پیاوړی او مناسب ځواب ترلاسه کړي.
روسیې ټینګار وکړ مونږ د بریتانیا له ټولو ښاریزو غواړو چې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره خپل سم او جامع اطلاعات وړاندی کړي ځکه چې ماسکو به د خپلو ملي ګټو په لړ کښې له هر ډول خلاف ورزۍ سره چلند وکړي.