ایران تل د تروریزم له قربانیانو څخه دی
(last modified Thu, 13 Mar 2025 07:59:27 GMT )
Mar 13, 2025 12:29 Asia/Kabul
  • ایران تل د تروریزم له قربانیانو څخه دی

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير جنرال «عزیز نصیرزاده» د بلاروس د امنیت شورا له منشي «الکساندر ولکوویچ» سره په یوه لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د تروریزم له قربانیانو څخه دی او د لوېدیځ د ادعاوو په خلاف، ایران هغه هېواد دی چې په سوریه او عراق کې یې د داعش په ماتې کې مهم رول لوبولی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، جنرال «عزیز نصیرزاده» وویل: په ختیځ کې د ناټو د نفوذ پراختیا، نړیوال امنیت له نويو چلنجونو سره مخ کړی دی او دا موضوع د خپلواکو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو اړتیا لا ډېره څرګنده کوي.

امیر نصیرزاده ټینګار وکړ چې نن ورځ سلطه ګر ځواکونه د ترکیبي جګړې د نویو میتودونو په کارولو سره، پر خپلواکو هېوادونو د فشار راوړلو په  لټه کې دي. له دې ګواښونو سره مقابله، د ایران او بلاروس په څېر هېوادونو ترمنځ د هوښیارۍ، متحد او ستراتیژیک همکاریو اړتیا ده.

د دفاع وزیر په دوام کې وویل: امریکاد لوی شیطان په توګه ، په ټولو نړیوالو بحرانونو کې فعال رول لوبوي او د بشري حقونو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په څېر مفاهیمو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره، نور هیوادونه تورنوي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د بحرانونو زمینه برابروي.

جنرال نصیرزاده زیاته کړه: په داسې حال کې چې ایران پخپله د تروریزم قرباني دی، امریکا په بې بنسټه تورونو سره، ایران د تروریزم پر ملاتړ باندې تورنوي او تحریموي؛ دا هېواد په یوې سیمې کې د ۵۰ زره وګړو د وژنې په څېر د بشري حقونو ضد اقدامات له پامه غورځوي، په داسې حال کې چې د بلاروس په څېر په یوه خپلواک هېواد کې د آزادو ټاکنو ترسره کول د بشري حقونو خلاف ګڼي؛ د امریکا دا دوه ګونې تګلاره د دوه اړخیزو معیارونو او د سلطې غوښتنې نیتونه څرګندوي.