د ایران تیلي صادرات بندېدونکي نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158192-د_ایران_تیلي_صادرات_بندېدونکي_نه_دي
پارس ټوډې - د ایران د حکومت ویاندې د تیلو پر وزیر د بندیز په غبرګون کې، پر دې په ټینګار سره چې د ایران تیلي صادرات بندېدونکي نه دي، ولیکل: که چېرې پخواني تحریمونه ګټور وو، نو نويو تحریمونو ته اړتیا نه وه.
(last modified 2025-03-16T02:50:50+00:00 )
Mar 16, 2025 07:16 Asia/Kabul
  • د ایران تیلي صادرات بندېدونکي نه دي

پارس ټوډې - د ایران د حکومت ویاندې د تیلو پر وزیر د بندیز په غبرګون کې، پر دې په ټینګار سره چې د ایران تیلي صادرات بندېدونکي نه دي، ولیکل: که چېرې پخواني تحریمونه ګټور وو، نو نويو تحریمونو ته اړتیا نه وه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د حکومت ویاندې «فاطمه مهاجراني» پرون شنبه په "ایکس" ټولنیز شبکې کې ولیکل: کله چې په چټکۍ سره پر پاکنژاد باندې بندیز لګوي، نو دا د دې معنا لري چې د تیلو وزارت له فعالیت او حرکت څخه اندیښمن دي.

د ایران د حکومت ویاندې څرګنده کړه چې د ایران تیلي صادرات بندېدونکي نه دي او د ایران برخه په نړیوال تیلي بازار کې خوندي ده.

د امریکا خزانې وزارت د مارچ په ۱۳مه، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د بهرنیو مالیې د کنټرول دفتر (OFAC) د ایران د تیلو پر وزیر «محسن پاکنژاد» چې د ایران د لسګونه میلیارده ډالرو د تیلو د صادراتو څارنه کوي، بندیز لګولی دی.

له دې تحریم وروسته، د تیلو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: پر محسن پاکنژاد بندیز، د ایران د تیلوپلورلو لپاره د هغه د هڅو په سبب، د امریکا د اعظمي فشار د تګلارې له وروستي اقدامونو څخه دی او دا بندیزونه په داسې حال کې پلي شوي چې د هغه د وزارت له مودې څخه تراوسه اووه میاشتې هم بشپړې شوي نه دي.