نړۍ پوهېږي چې د تروریزم رېښه په پاکستان هیواد کې ده
(last modified Mon, 17 Mar 2025 01:26:50 GMT )
Mar 17, 2025 05:56 Asia/Kabul
  • نړۍ پوهېږي چې د تروریزم رېښه په پاکستان هیواد  کې ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان تور لګولی چې «تروریزم» صادروي او زیاته کړې ده چې نړۍ په هر ګوټ کې که ترهګر برید کېږي، رېښه یې په یو ډول پاکستان ته رسېږي.

مودي پرون  له امریکايي پوډکاسټر «لېکس فریدمن» سره په یوې مرکه کې ویلي چې ترهګرۍ پورې اړوند فعالیتونه په اسلام‌اباد کې کېږي او نوې ډیلي د پاکستان په خاوره کې له ترهګریزو بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري.

د نوموړي په خبره، سره له دې چې هند د پاکستان بېلېدل ومنل؛ خو دا هېواد د سوله‌ییز ګډ ژوند پر ځای د نورو په استازي توب  جګړې اوښتی دی.

د هند لومړي وزیر مودي پاکستان د «ګډو‌‌‌‌ډۍ رامنځته کولو» ځای وباله او د پاکستان پر مشرتابه یې غږ کړی چې ترهګري پرېږدي او د سولې لار خپله کړي.

د یادونې ده چې مودي دا څرګندونې د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي چې نوې ډیلی یې له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی و.