صهیونیسټ رژیم بیا د سوریې په لاذقیه سیمې بمبارې وکړې
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی رسنیو نن سهار وویل چې د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو د سوریې په لویدیځ کښې په لاذقیه ښار او د الابیض بندر په خوا کښې په یوشمیر سیمو څو ځله بمبارې وکړې.
د سوریې ځینو رسنیو او په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې فعالانو په دې اړه وویل چې د سوریې په ساحل کښې پرتې لاذقیه سیمه کښې په پوځي اډو باندې د صهیونیسټ رژیم لخوا شپږ هوايي حملې شوي دي.
په دغه ولایت کښې ځینو ځايي سرچینو وویل چې اسرائیلو په الابیض بندر او د سمندري ځواکونو په اډو باندې حملې وکړې او دغه راز د وسلو په ګودامونو او نورو پوځي مرکزونو باندې یې بریدونه وکړل.
د سوریې د یاغیانو د حکومت دفاع وزارت تراوسه د صهیونیسټ رژیم دغو حملو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او تل اویو هم د دغو حملو مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی او هدف یې هم نه دی اعلان کړی.
صهیونیسټ رژیم له تیرو څو میاشتو راهسې تقریبا هره ورځ د سوریې پرضد هوايي حملې کوي چې د ملکي وګړو د وژل کیدا او د پوځي اډو او د پوځ د مهماتو او زغرګاډو د تباه کیدا سبب کیږي.
په سوریې باندې د تحریر الشام ډلګې د ځواکونو له ولکۍ وروسته صهیونیسټ رژیم د سوریې ډیرې سیمې نیولي او هلته یې مهم پوځي مرکزونه هم تباه کړي.