د صهیونیسټانو ملاتړي باید د دې رژیم د جنایتونو حساب ورکوونکي وي
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د صهیونیسټانو ملاتړي باید د صهیونیسټي ترهګر رژیم د جنایتونو حساب ورکوونکي وي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون په تهران کې د قدس د ورځې په لاریون کې، د قدس د نیواکګر رژیم د جنایتونو پر وړاندې د بشري حقونو د مدافعانو او سیاستوالو پر چوپتیا په نیوکې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د چلند ماهیت او هغوی چې د دغه جنایتکار رژیم ملاتړ کوي، له جنایت او وحشت او د بشري اصولو خلاف ورزۍ پرته بل څه نه دی.
پزشکیان زیاته کړه: باید له هغه نړۍ څخه چې سیاستوال یې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، پوښتنه وشي چې د هغو بې ګناه او بې دفاع ښځو او ماشومانو چې صهیونیسټي رژیم د معاصرې نړۍ له ساینس او ټکنالوژۍ څخه په آسانۍ او په غیر اخلاقي استفادې سره، پر هغوی باندې بمونه غورځوي او د اور په لمبو کې سوځوي او تر خاورو لاندې یې ښخوي، څه ګناه یې کړې ده؟
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: د صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه چلند له تصور څخه بهر او د نه منلو وړ دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم د قدس د ورځې په لاریون کې، د خلکو پراخ شتون د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت ترټولو ستره سرچینه وبلله او ویې ویل: د سږ کال په لاریون کې د ایران د ولس پراخ حضور، د قدس او د فلسطین له آرمان څخه د ټینګ ملاتړ نښه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د امریکا د ولسمشر لیک ته د ایران د غبرګون په اړه وویل: هېڅ حکومت نه شي کولای د ایران له ولس سره د ګواښ په ژبه خبرې وکړي.