د نتانیاهو پر وړاندې تسلیمېدل ناشوني دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158552
پارس ټوډې - له فلسطینه بهر د حماس د سیاسي دفتر مشر وویل:  د نتانیاهو پر وړاندې تسلیمېدل ناشوني دي.
(last modified 2025-03-30T07:22:10+00:00 )
Mar 30, 2025 11:50 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو پر وړاندې تسلیمېدل ناشوني دي

پارس ټوډې - له فلسطینه بهر د حماس د سیاسي دفتر مشر وویل:  د نتانیاهو پر وړاندې تسلیمېدل ناشوني دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر سامي ابو زهري څرګنده کړه: هغه کسان چې فکر کوي د حماس په له منځه وړلو سره به مقاومت کمزوری شي، په وهم کې دي.

له فلسطینه بهر د حماس د سیاسي دفتر مشر همدارنګه وویل چې د مقاومت وسله سره کرښه ده او هېڅ لوری نه شي کولای خپل شرطونه پر مقاومت تحمیل کړي.

د ابوزهري دغه څرګندونې وروسته له هغې بیان شوې، چې سرچینو د اختر له ورځې مخکې د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره د مصر او قطر د هڅو خبر ورکړ.

دغو سرچینو ویلي، چې د مصر او قطر پلاويو د بندیانو د تبادلې او د مسلمانانو له کوچني اختر او د یهودانو له پسح اختر مخکې د لنډمهاله اوربند په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ژورې خبرې اترې کړې دي.

باخبرو سرچینو زیاته کړې، چې حماس په دې برخه کې وړاندې شویو وړاندیزونو ته مثبت نظر څرګند کړی او د مصر او قطر پلاویو په قطر کې د «خلیل الحیه» په مشرۍ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس له پلاوي سره یو لړ ناستې کړې دي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي سهیل الهندي مخکې ویلي وو: له منځګړو سره ژورې خبرې روانې دي او هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې د اوربند لپاره یوې موافقې ته ورسېږو.