ایران د بدمعاشۍ په شرایطو کښې له امریکا سره خبرې نه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په غیر مستقیم بڼه له امریکا سره د خبرو اترو د دلیل په هکله وویل
د غیر مستقیمو خبرو اترو دلیل هغه ګواښونه دي چې کیږي او دغه اقدام په حقیقت کښې د امریکا بدمعاشۍ ته د ایران ځواب دی او مونږ له بدمعاشۍ څخه په ډکو شرایطو کښې خبرې نه کوو خو له مساوي دریځ څخه تل خبرو اترو ته چمتو وو او یوو.
هغه د امریکا استول شوي لیک ته د ایران د ځواب د ورکولو په هکله زمونږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کښې وویل په عمان کښې زمونږ دوستانو راته وویل چې د ایران لیک امریکا ته رسیدلی او هغه لوستل شوي او هیله من چې خدای پاک دې د دغه نیکمرغه ورځې په برکت هغه څه چې د ایران په خیر او ګټه وي تقدیر کړي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ځینې کسان دغه پوښتنه کوي چې غیر مستقیمه خبرې ولې او ولې نیغ په نیغه خبرې نه کیږي وویل په غیر مستقیم ډول د خبرو اترو دلیل هغه ګواښونه دي چې امریکا یې ایران ته کوي او د ایران دا اقدام په حقیقت کښې د امریکا بدمعاشۍ ته ځواب دی او ایران د بد معاشۍ په شرایطو کښې خبرې نه کوي خو له برابر دریځ څخه تل خبرو اترو ته تیار و او دی.